د سپينې ماڼۍ د سوداګرۍ سلاکار پيټر ناوارو ویلي، چې د هند لهخوا له روسيې څخه د تېلو پېرل د مسکو مالي ملاتړ دی او بايد دغه ملاتړ پای ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړې، نوی ډېلی ورو، ورو له روسيې او چين سره نږدې کېږي.
په فايننشل ټايمز ورځپاڼې کې د ناوارو لهخوا په یوې لیکل شوې مقاله کې راغلي، که هند غواړي د امريکا ستراتيژيک ملګری وګڼل شي؛ نو بايد د امریکا خبره ومني. هغه ويلي: «هند اوس د روسي تېلو لپاره په نړۍوال بازار اوښتی او مسکو له دې لارې ډېرې پيسې ګټي.»
خو له بل پلوه بیا هند وايي، چې پر دوی نیوکي بېځایه دي؛ ځکه امريکا او اروپايي هېوادونه اوس هم له روسیې سره سوداګري کوي. د هند او امریکا اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې ډونالډ ټرمپ پر هندي توکو تعرفې لوړې کړې.