ټرمپ له اروپایي مشرانو سره په ګډه ناسته کې د اوکراین ملاتړ وڅېړه

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۷

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اروپایي هېوادونو له پلاوي سره څو اړخیزه ناسته وکړه.

دا لیدنه د اروپایي مشرانو د همغږۍ د هڅو یوه برخه وه، څو د اوکراین د ملاتړ لپاره ګډه تګلاره جوړه کړي او د لوېدیځ راتلونکی دریځ واضیح کړي.

اروپایي مشران هڅه کوي، چې ټرمپ وهڅوي څو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې له هغوی سره په کلک دریځ کې شریک شي او د راتلونکو احتمالي شخړو د مخنیوي لپاره یو موټی اقدام وشي.

شنونکي وایي، چې دا غونډه د واشنګټن او بروکسل ترمنځ د همغږۍ د کچې مهمه ازموینه ده، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده او د لوېدیځ ملاتړ د کییف لپاره حیاتي بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو