د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپایي مشرانو سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال وویل،،چې د هغه په اند د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منلې ده چې د اوکراین لپاره امنیتي ضمانتونه ومني.
هغه په دې غونډه کې د اروپایي مشرانو ستاینه وکړه او ویې ویل: «د برېتانیا لومړی وزیر د امریکا دوست او زما شخصي ملګری دی چې ډېر ښه کار کوي او همداسې ټول د فرانسې له ولسمشره خبر دي چې له لومړۍ ورځې راسره ملګری پاتې شوی دی. د ایټالیا لومړی وزیر هم یو الهامبښونکی او پیاوړی رهبر دی».
هغه زیاته کړه: «زه باور لرم چې پوتین د اوکراین د امنیتي ضمانتونو د منلو هوکړه کړې ده. دا یو مهم ټکي دی. زه خوشبین یم چې د ګډې همکارۍ له لارې داسې هوکړې ته ورسېږو چې د راتلونکو هر ډول تېریو مخه ونیسي.»