PHOTO: EXPRESS

پاکستاني طالبانو د پولیسو په لیکو کې د ښځو ګومارل د قبایلي دودونو خلاف وګڼل

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۷

تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې له لارې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې په ښځینه پولیسو کې د ځايي خلکو د نجونو له ګومارنې سره مخالفت ښودلی او دا یې «شرمناک» عمل ګڼلی. دې ډلې خبرداری ورکړی، چې په دې اړه به غلي پاتې نه شي.

د ډلې ویاند محمد خراسانی په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې په پولیسو کې د ګومارنې په هدف د شاوخوا ۳۰ نجونو د غوراوي خبر د «قبایلي دودونو او ارزښتونو خلاف» دی. په اعلامیه کې ادعا شوې چې دا کار به د خلکو پر شخصي ژوند اغېز ولري.

په اعلامیه کې پر سیمه ییزو خلکو غږ شوی چې د دې بهیر پر وړاندې غبرګون وښيي او د خپلو دودونو د خوندي کولو لپاره جرګې وکړي.

پاکستاني طالبانو خبرداری ورکړی، چې که څوک خپلې لوڼې په پولیسو کې وګوماري، دوی یې پر وړاندې غلي نه پاتې کیږي.

نور خبرونه

رادیو