طالبانو د زړه ناروغانو د درملنې لپاره له قطر څخه د مرستې غوښتنه کړې

۵ ساعتونه مخکې

په دوحه کې د طالبانو سفیر د قطر د سرې میاشتې له رییس سره په لیدنه کې له دې هېواده وغوښتل، چې په افغانستان کې د زړه ناروغانو په درملنه کې مرسته وکړي. سهیل شاهین له فیصل محمد العمادي وغوښتل، چې تجربه لرونکي قطري ډاکټران دې کابل ته د زړه سوري ناروغانو د درملنې په موخه راشي.

په دوحه کې د طالبانو د سفارت د خبرپاڼې له مخې، سهیل شاهین له قطري ډاکټرانو وغوښتل چې د افغان ډاکټرانو لپاره د روزنیزو دورو زمینه برابره کړي. هغه همدارنګه د قطر له سرې میاشتې ټولنې څخه د افغانستان د قلبي روغتونونو د بیارغونې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.
فیصل محمد العمادي له افغانستان سره پر «هر اړخیزې همکارۍ» ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې بیا د روان کال په غویي میاشت کې د ۱۶۹ هغو ماشومانو د درملنې لپاره له قطر سره تفاهم لیک لاسلیک کړی و، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي.
د زړه د سوري درملنه ډېر لګښت لري، چې ډېری کورنۍ په افغانستان کې د دې لګښت د پوره کولو توان نه لري او باید کلونه انتظار وباسي، څو د وړیا عملیاتو زمینه ورته برابره شي.
اوس نیوکې دا دي، چې لا تر اوسه په هېواد کې د درملنې وړ د ځینو ناروغیو د درملنې لپاره هم کافي امکانات نشته او په دې برخه کې اړونده ادارو هغسې چې په کار ده لازم اقدامات نه دي کړي.
هم مهاله د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر بشري سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې د افغانستان روغتیایي سکټور له جدي ناورین سره مخ دی او د بودیجې د کمښت له امله ورځ تر بلې ناروغان له کړاوونو سره مخ کېږي.
ویل کېږي، چې د امریکا د پراختیایي ادارې د لغوه کېدو له امله د افغانستان پر روغتیایي سکټور هم سخت فشارونه راغلي دي.
یو شمېر روغتیایي پروژې او روغتونونه چې پر دغه بودیجې یې مالي ملاتړ کېدو تړل شوي او ناروغان د روغتیايي امکاناتو له کموالي سره مخ شوي دي.
اندېښنې دا دي‌، چې طالبان د دغه روان ناورین د کنټرول توان نه لري او یوازې د شعار تر کچې د پراخو روغتیایي امکاناتو دعوې کوي.

نور خبرونه

رادیو