د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې: نړۍوالو غونډو کې افغان ښځې باید حضور ولري

۲ ورځې مخکې

د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وايي، په افغانستان کې د ښځو اړوند له غېر دولتي سازمانونو باید ملاتړ وشي او پر یادو سازمانونو یې د پانګونو پر اړتیا هم ټينګار کړی دی. نوموړې همداراز ویلي، د افغانستان اړوند په نړۍوالو غونډو کې افغان ښځې باید حضور ولري.

د روان کال په لړ کې له افغانستان سره د بشري مرستو په کمښت سره له نیمايي زیاتو ښځو چې ډېریو یې د خپلو کورنیو سرپرستي پرغاړه درلوده هم بېکاره شوي او ورسره له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

سوزان فرګوسن وايي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د لسګونه فرمانونو او حکمونو په صادرولو سره د افغان ښځو او نجونو حقوق او کرامت محدود او نقض کړي دي. هغه وايي: «د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو تر ټولو شدید ناورین د عادي کېدو په حال کې دی.»

مېرمن فرګوسن د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په یوې ویډيو کې په افغانستان د ښځو وضعیت «د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو تر ټولو ژور ناورین» وباله.

د نوموړې په وینا، د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» په قانون سره په عمومي او سیستماتیک ډول د ښځو د حذفولو بهیر پیل شوی او په ټينګار سره یې وویل: «موږ باید له ټولو افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړو.»

د سوزان فرګوسن په باور، افغان ښځې او نجونې په عمومي او ان په خپلو کورنیو کې هم د امنیت احساس نه کوي.

مېرمن فرګوسن تر دې مخکې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې پر افغان ښځو لګول شوي محدودیتونه ډېر جدي دي او ملګرو ملتونو هم ویلي وو، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو د حقونو د محدودولو په موخه نږدې ۱۰۰ فرمانونه صادر کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو له دوامه محرومې او ورسره جوخت مخکې له وخته د نجونو ودول هم زیات شوي دي. افغان ښځې او نجونې بیا د دوی د حقونو په تړاو د نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو د خبرو او اعلامیو پر ځای د عمل غوښتونکې دي.

نور خبرونه

رادیو