د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کابل له ټرافیک ریاست سره په همکارۍ د یکشبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د ککړې هوا د مدیریت په موخه د کابل په یو شمېر سیمو کې ۱۱۷ لوګي کوونکي موټر ارزولي او د لوګي کوونکو موټرو اسناد یې ضبط او ټرافیکو ته سپارلي دي.
دغه اداره وايي، له دغې چارې یې موخه د کابل د ککړې هوا مدیریت او همداراز د لوګي کوونکو موټرو پېژندنه او توقف کول دي.
د یادې ادارې د مسوولینو په وینا، دغه بهیر به همداراز دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې د غېر معیاري صنعتي پارکونو، لوګي کوونکو موټرو، حمامونو او نورو ورته برخو له امله د کابل په ګډون د ځينو لویو ښارونو هوا ډېره ککړه ده او ورسره په بېلابېلو موسمونو کې خلک پر ډول ډول ناروغیو اخته کېږي.
د کابل ښار اوسېدونکو په ځلونو د هوا د ککړتیا له امله د رامنځته شویو تنفسي ناروغیو له امله شکایت کړی او وایي، چې په دې برخه کې یوازې کابل ښاریان ګرم نه دي؛ بلکې د دوی په خبره تر ډېره حکومت هم پړ دی، چې د بې کیفیته سون توکو د پلور او پېر مخه نه نیسي او سوداګر هم تر ډېره په خلاص مټ بې کیفیته سون توکي واردوي او پر خلکو یې پلوري.
نن سبا په پلازمېنې کابل کې د وګړو زیاتوالی، د ځنګلونو او ونو پرې کېدل، د نا انډوله ودانیو جوړول او پر شنو فصلونو او کرنیزو ځمکو د کورونو جوړول، د موټرو زیاتوالی هغه لاملونه دي چې د ښار هوا یې ککړه کړې او ورسره بې شمېره تنفسي ناروغۍ هم زیاتې شوې دي.