احمد ناصر سرمست: موږ د موسیقۍ له لارې د افغانستان او افغان ښځو غږونه پورته کوو

۱۰ ساعتونه مخکې

د احمد ناصر سرمست په مشرۍ د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ اړوند د ځوانانو ارکسټر د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۲۶مه) د جرمني د برلین ښار په «کنسرټ هاوس» کې د موسیقۍ د «یانګ یورو کلاسیک» په نړۍوال فېسټیوال کې ګډون وکړ.

په دغه فېسټیوال کې د افغان ځوانانو د ارکسټر په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د هنري او موسیقۍ اړوند ټیمونه حضور لري.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټيټیوټ بنسټګر او مشر احمد ناصر سرمست په دغه نړۍوال فېسټیوال کې وویل: «موږ د موسیقۍ له لارې د افغانستان او افغان ښځو غږونه پورته کوو.»

سرمست زیاته کړه، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان ولس د موسیقۍ د اورېدو له حقه محروم شوي او هنرمندان هم له خپلو هنري فعالیتونو بې برخې شوي دي.

نوموړي په ډاګه کړه: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې پکې موسیقي منع ده.»

د یادونې وړ ده، چې د «یانګ یورو کلاسیک» د فېسټیوالونو موخه دا ده چې د موسیقۍ اړوند ځوان نسل معرفي کړي او همداراز د هېوادونو تر منځ د کلتوري مسایلو د تبادلې لپاره زمینه برابروي.

د افغان ځوانانو ارکسټر د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټيټيوټ له زده کوونکو څخه جوړ دی، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پرتګال کې استوګن شوي

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مشر احمد سرمست تر دې وړاندې هم ویلي و: «د افغان ځوانانو ارکسټر د وطن د ریښتیني بچيانو په په څېر د هېواد د بډايه موسيقۍ ميراث د ساتنې ترڅنګ هڅه کوي، د هرې سندرې په ویلو سره د افغانستان د میلیونونو خاموشه خلکو او د موسیقۍ د مینه والو غږ پورته کړي، چې د طالبانو له خوا مجبوره دي چې چوپه خوله پاتې شي.»

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له خلکو غوښتي، چې د موسیقۍ د وسایلو له پېر، پلور او استعمال ډډه وکړي او ځانونه له «منکراتو» وساتي.

نور خبرونه

رادیو