د طالبانو د سرحدي پولیسو ریاست وايي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې ۴۰ تنه د امریکایي ډالرو او تاریخي اثارو د قاچاق او د ویزو د جعل په تور نیولي دي.
د یاد ریاست په وینا، ددغو کسانو دوسیې له لومړنیو څیړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې دي.
د طالبانو د سرحدي پولیسو ریاست نن یکشنبه د «زمري ۲۶مه» ادعا کړې، چې د دوی منسوبین هېچا ته اجازه نه ور کوي، چې د هېواد تاریخي او ملي ارزښتونه قاچاق کړي.
طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې چې د څومره امریکايي ډالرو، یا هم څومره تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې او په کومو هوايي ډګرونو او یا هم په سرحدي بندرونو کې نیول شوي دي.
له دې وړاندې له افغانستان نه د امریکايي وسلو د قاچاق په اړه ګڼ رپوټونه ورکړل شوي او ددې ډلې غړي پکې ښکیل ګڼل شوي، خو طالبانو په دې برخه کې تر اوسه واضح اقدامات نه دي کړي او نه یې هم خپل کسان محکمې ته وړاندې کړي دي.