د برېښنا په برخه کې د څلورو لویو پروژو د تړونونو لاسلیکولو پرمهال د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میراز محمدوف طالبانو ته د «بري» د څلورمې کلېزې مبارکي وویله.
جورابیک میرزا محمدوف د وینا په پای کې وویل:« د افغانستان ولس ته د بري د څلورمې کلیزې مبارکي وړاندې کوم».
نوموړي زیاته کړه، چې ازبکستان غواړي افغانستان یو پرمختللی او له ازبکستان سره یو باثباته دوست هېواد واوسي.
د ازبکستان د انرژۍ وزیر په داسې حال کې طالبانو ته د بري مبارکي ورکوي، چې دغه هېواد له امریکا سره په ترهګرۍ، د مخدره توکو قاچاق او د سیمه ییزو ګواښونو پر وړاندې همکارۍ کې ډېر فعال دی.
طالبان هرکال د زمري۲۴مه د خپلې ډلې د بیاځلي واک ته رسېدو او «امریکا ته ماتې ورکولو» په دود نمانځي.