ملا برادر: ازبکستان دې د برېښنا پروژو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ازبکستان د انرژۍ وزیر څخه غوښتنه کړې، چې د برېښنا پروژو لپاره ټاکل شوي وخت او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر د پروژو کیفیت د پاملرنې ژمنه کړې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا عبدالغني برادر د ازبکستان د انرژۍ وزیر جوابیک میرزامحمدوف سره د لیدنې پرمهال د اقتصادي اړیکو او‌ په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

ملا برادر ویلي، چې د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره د لېدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو د اړیکو پراختیا خبرو په تعقیب یې نن د یکشنبې په ورځ له تاشکند سره د برېښنا په برخه کې څلور تړونونه لاسلیک کړل.

ملابرادر له ازبک پلاوي څخه د پروژو د بشپړېدو لپاره د ټاکل شوي وخت او کیفیت په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر د پروژو کیفیت د پاملرنې ژمنه کړې ده او ویلي یې دې چې ډېر ژر به د پروژو د تطبیق په برخه کې عملي کار پیل کړي.

نن په کابل کې د ازبکستان د انرژۍ وزارت او طالبانو د ۲۴۳ مېلیون ډالرو په ارزښت د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونو جوړولو څلور تړونونه لاسلیک کړل.

نور خبرونه

رادیو