د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۸۳ ټنه طبي توکو مرسته کړې

۴ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان په ۷ زونونو کې یې له ۳۱ روغتیايي مرکزونو سره د ۸۳ مټریک ټنه طبي توکو مرسته کړې ده. دغه طبي توکي د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې او نورو تمویلوونکو په ملاتړ چمتو شوې دي.

یاد سازمان وايي، چې د راتلونکو درې میاشتو لپاره به د شاوخوا ۲۰زره بستر ناروغانو د جراحۍ په درملنه کې مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر اډوین سینیزا سلواډر وايي:«دغه توکي د بیړنیو خدماتو لپاره ژوند ژغورونکي دي او د هغو سیمو لپاره حیاتي ارزښت لري چې لاسرسی ورته ستونزمن دی.»

نور خبرونه

رادیو