د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د عزیزي ګروپ او اوبو او انرژۍ وزارت پلاوی د برېښنا تولید پروژې عملي چارو د پیل په موخه هرات ته رسیدلي او ډېر ژر به په دغه ولایت کې د ۸۰۰ میګاواټه تولیدي برېښنا عملي چارې پیل کړي.
د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د عزیزي ګروپ له لوري په هرات کې د ۸۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید چارو د پیل او سروې په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت ګډ پلاوی هرات ته رسیدلی او ډېر ژر به د یادې پروژې عملي چارې پیل شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد پلاوي د هرات لپاره د طالبانو والي اسلام جار سره کتلي او نوموړي د برېښنا د تولید پروژې د پلیتابه په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د زمري پر ۱۱مه په کابل کې له طالبانو سره د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۰زره میګاواټه برېښنا تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړه. عزیزي ویلي و، چې دا پروژه به تر راتلونکو پنځو کلونو بشپړه شي.