د مخکیني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې خلیلزاد له خپل امریکايي موقعیت نه په استفادې هڅه وکړه چې له اشرف غني نه د لېسې د وخت د حقارتونو غچ واخلي. صالح وايي، د افغانستان په اړه د نوموړي فکر او چلند لا هم د قبیلوي او سیمه ییزو تړاوونو له کچې، نه دی پورته شوی.
امرالله صالح پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې له امریکايي مقام او بریاوو سره سره لا هم د افغانستان په اړه زلمی خلیلزاد د خپلو کوچنیو قومي او قبیلوي تړاوونو تر اغېز لاندې پاتې شوی دی.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د خلیلزاد هڅې د شخصي او پخوانیو وختونو د غچ په نیت ترسره کیږي او دغه چلند د خلیلزاد مفکوره د کلي یا کوڅي د ملک تر کچې راټېټه کړې ده.
صالح وايي:« خلیلزاد له خپل امریکايي مقام څخه په ګټې اخیستنې هڅه وکړه، چې له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني څخه د خپلې لیسې د وخت د حقارتونو غچ واخلي. د خلیلزاد هڅې که بریالۍ هم شي، خو هغه د یوې کوڅې یا کلي د ملک په کچه راټیټوي او د افغانستان په اړه ډیرې څرګندونې یې د کلي ملک له کچې هم ټیټې دي.»
د مخکیني ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، که له خلیلزاد څخه امریکايي تابیعت واخېستل شي، ښايي د سیاست او درک کچه یې د افغانستان د یو کلیوال او عادي کس تر کچې هم ټېټه وي.
صالح د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اړه دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د پاکستان په کوربه توب د طالب ضد سیاستوالو او په دغه هېواد کې د افغان ښځو په ګډون جوړېدونکې غونډې ته خلیلزاد تېره ورځ سخت غبرګون ښودلی و او ویلي یې دي، چې په اسلام اباد کې له یادې جوړېدونکې غونډې د پاکستان ملاتړ ناسم کار او قصدي پارونه ده.