په جینوا کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې افغان سفیر او دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت پای ته رسولو د دې ډلې د لابیګرانو او ټنبل اپوزیسیون درواغجن او تخیلي روایتونه پای ته ورسول. نصیر اندېشه د طالبانو اپوزیسیون ته د سلطان محمود د لټانو اصطلاح کارولې.
نصیر احمد اندېشه نن یکشنبه، د زمري ۲۶مه پر خپل اېکس ولیکل، چې «د تیرو دوو ورځو تر ټولو مهمه پېښه د کندهار امارت د لنډمهاله حکومت د پای ته رسیدو اعلان و، چې دې کار د دوو ډلو درواغجن او خیالي روایتونه پای ته ورسول».
نوموړي لیکلي:« لومړی د طالبانو لابيګران او توجیه کوونکي چې ادعا یې کوله دغه جوړښت لنډمهاله دی او باید د ټول شموله کیدو لپاره وخت ورکړل شي او دویم تنبل اپوزیسیون- د سلطان محمود لټان - چې د (سرپرست حکومت) لقب دوی ته د خبرو اترو "بیا احیاء" او د ځای او موقفد تدارک هیله ورکوله».
اندېشه وايي، «اوس چې د امیر النامعلوم ملک خداداد دارالاماره په یوه شفاهي امر، پرته له دې چې د اساسي قانون جوړېدو، ملي شورا او ټاکنو ته پام وشي، سرپرسته دوره ختمه اعلان کړه، نور د دې ادارې د مشروعیت جلب او دوام لپاره هېڅ دلیل او پلمه نه شته».
نوموړی زیاتوي، چې د دغه بهیر د دوام څرنګوالی او د طالبانو د نویو پرېکړو پر وړاندې کورني او نړیوال غبرګونونه به د افغانستان سیاسي راتلونکی وټاکي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله د زمري ۲۴مې په مناسبت، چې پر کابل ددې ډلې د واک څلورم کال کیږي، په خپل یو پېغام کې له خپلې ډلې غوښتي، چې طالب وزیرانو او کابینې ته نور د سرپرست ټکی ونه کاروي.