طالبان: د ژمي تر راتلو وړاندې به د سالنګونو د بیا رغونې چارې بشپړې شي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیا رغونې چارې به د ژمي تر راتلو وړاندې بشپړ شي. وزارت وايي، دمګړی په شمالي سالنګ او سویلي سالنګ کې د کانکریټ اچونې او په دوشي ـ خنجان برخه کې د سفالټ چارې په چټکۍ روانې دي.

د دغه وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ د سالنګونو د سړک جوړولو د کار د جریان په اړه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دمګړی په شمالي سالنګ او سویلي سالنګ کې د کانکریټ اچونې او په دوشي ـ خنجان برخه کې د سفالټ چارې په چټکۍ دوام لري.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې له قراردادي شرکتونو سره په ګډه هڅه کوي، چې د یادې لویې لارې د سږکال لپاره د پلان شویو برخو کار د ژمي له رارسېدو سره مخکې بشپړ کړي.

نور خبرونه

رادیو