ایرانی چارواکی: هره ورځ د دوغارون بندر له لارې زرګونه افغانان خپل هېواد ته استول کېږي

۱۴ ساعتونه مخکې

د ایران خراسان ولایت د بهرنیانو او کډوالوچارو رییس جعفر سید ابادي وايي، هره ورځ له دریو تر څلورو زرو پورې افغان کډوال افغانستان ته استول کېږي. دې ایراني چارواکي زیاته کړې، چې د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو لړۍ به د روان لمریز کال د وږي تر میاشتې پورې دوام ولري.

جعفر سید ابادي د زمري د میاشتې پر ۲۵مه نېټه اعلان وکړ، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه ۸۴۴ زره بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

دې ایراني چارواکي ټینګار وکړ، چې بې اسناده کډوال کولای شي د وږي تر میاشتې پورې د خپلو کورونو حسابونه او نور معاملات تصفیه کړي.

طالبانو هم په وروستیو کې راپور ورکړی، چې ایران په تېرو دریو میاشتو کې یو میلیون او ۸۰۰ زره کډوال افغانستان ته ورستانه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو