د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړي فوزیه کوفي یکشنبه (د زمري ۲۶مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې باید مدني ټولنې په خپله د ښځو د ستونزو د حل لپاره خبرې وکړي. کوفي زیاته کړې، که د سیمې هېوادونه دې خبرو ته زمینه برابره کړي دا به یو مثبت ګام وي.
کوفي ويلي، چې د افغانستان ښځې دا مهال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د دې ستونزو د حل لپاره باید مدني ټولنې سره کېني او د حل یوه لاره راوباسي.
نوموړې زیاتوي، که د سیمې هېوادونه دې موضوع ته راګډ کړل شي، د وضعیت پر بدلون مثبت اغېز درلودای شي. د هغې په وینا، باید ټول په ګډه د هر هغه نوښت ملاتړ وکړو، چې سولې او ثبات ته زمینه برابروي.