رویټرز خبري اژانس (د زمري ۲۵مه) لیکلي، چې هسپانیا تازه په تازه له لویو اورونو سره مبارزه کوي. چارواکو خبرداری ورکړی، چې د اور د کنټرول لپاره شرايط برابر نه دي. تر دې مهاله ۷ کسان مړه شوي او پراخې ځمکې یې سوځولي دي.
په ګالیسیا کې څو اورونه سره یو ځای شول، چې له امله یې سړکونه او اورګاډو پټلۍ وتړل شوې. لومړي وزیر پېدرو سانچېز خبرداری ورکړ، چې د نویو اورونو ګواښ هم شته.
ډېر اورونه په کستیا او لیون کې بل شوي، چې په څو ساعتونو کې زرګونو هيکټاره ځمکو ته غځېدلی، خو اوس لږ ورو شوي دي.
په هسپانیا کې سږ کال تر دې دمه تر ۱۵۷ زره هيکټاره ډېر ځنګلونه سوځېدلي دي.