ازبکستان له طالبانو سره د برېښنا په برخه کې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیکوي

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر په مشرۍ ازبک پلاوی کابل ته رسیدلی او تمه ده، چې د برېښنا په برخه کې د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف کابل ته رسیدلي.

طالبانو ویلي، چې د ازبک پلاوي او افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ به د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک شي.

په لاسلیک کېدونکو تړونونو کې د سرخان – دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د انتقالي لین پروژه، چې زرو ته لوړیږي،د کابل – شیخ مصري د ۸۰۰ میګاواټو په ظرفیت انتقالي لین، د ۸۰۰ میګاولټ امپیر په ظرفیت د ارغندي سب سټېشن پراختیا او د ۱۲۶ میګاولټه امپیر په ظرفیت د ننګرهار د شیخ مصري سب سټېشن د جوړولو پروژې پکې شاملې دي.

طالبانو له ازبکستان سره د یادو تړونونو لاسلیک کېدل د برېښنا پراختیا او وېش په برخه کې ستر ګام بللی دی.

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت وړاندې د ۲۴۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږد او وېش څلورو پروژو تړونونو لاسلیک کولو خبر ورکړی و.

نور خبرونه

رادیو