طالبان وايي تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې ۸۷ زره مټریک ټنه صادرات او واردات شوي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د حیرتان، اقینه، تورغونډۍ او خواف ـ هرات بندرونو له لارې ۸۷ زره او ۷۸۳ میټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې تېره اونۍ د حیرتان بندر له لارې ۵۵ زره او ۳۹۵ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۷۱۲۰ ټنه، د تور غونډۍ بندر له لارې ۱۳۰۹۰ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۱۱۱۷۸ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي صادر او وارد شوي دي.

طالبانو ویلي، چې له افغانستان څخه په صادراتو کې ۱۹۷ ټنه وچه میوه هم د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچې په لوړېدو سره کاري فرصتونه هم مخ په ډېریدو دي او دغه وزارت هڅه کوي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ډېرو انتقالاتو او سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

نور خبرونه

رادیو