د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د غمرارزۍ په پیغام کې چې نن یې په خپلې اېکس پاڼه خپور کړی ویلي چې په پښتونخوا کې د سختو ورښتونو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه خواشینی دی.
په پښتونخوا کې د وروستیو سختو ورښتونو او سیلابونو له کبله سلګونه کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي. یاد ایالت کې له طبعي پیښو سره د مبارزې ادارو چارواکو همدا نن د ورښتونو د شدت او د نورو سیلابونو د راوتلو په اړه خلکو ته خبرداری ورکړی دی.