د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

اسماعیل میاخېل:طالبانو په «الهي نصرت» نه، بلکې د امریکا په نصرت کابل سقوط کړ

۸ ساعتونه مخکې

د افغانستان د ملي راډيو ټلویزیون پخوانی مشر اسماعیل میاخېل د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په تړاو وايي، طالبان ۴ کاله مخکې په «الهي نصرت» نه، بلکې «امریکايي نصرت» واک ته رسېدلي دي.

اسماعیل میاخېل زیاتوي، «د کابل سقوط چې د یوې دسیسې له مخې وشو او طالبان ورته د "الهي نصرت" نوم ورکوي، خو زه دا امریکايي نصرت بولم.»

د نوموړي په وینا، امریکا نه یوازې طالبانو ته د دوحې له هوکړې سره نړۍوال سټېج ورکړ، بلکې له واک ته رسولو وروسته یې له ۳ میلیاردو ډالرو زیاتې پیسې هم ور لېږلې دي.

د جمعې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) په افغانستان کې طالبانو واک ته د رسېدو څلورم کال ونمانځه او د هبت الله په ګډون ټولو چارواکو یو ځل بیا امریکا او متحدین یې په افغانستان کې ماتې خوړلي وبلل او خپله بریا یې «فتح» وګڼله.

میاخېل په خواله رسنۍ ایکس لیکل: « طالبانو له څلورو کلونو راهیسې افغانان د ژوند په هره برخه کې له بحران سره مخ کړي او دوی د «فتحې» ادعاوې کوي، په داسې حال کې چې د امریکا په ګډون نړۍوالې ټولنې تر ۱۰ میلیارده ډالره ورکړي خو د روڼتیا او حساب د نشتوالي له امله روښانه نه ده، دغه پیسې څه شوې دي.»

د افغانستان د ملي راډيو ټلویزیون پخوانی مشر زیاتوي، له زده کړو د محرومو نږدې ۳ میلیونه نجونو په ګډون د افغانستان پوره نیمايي قشر له زده کړو، کار، اساسي حقونو او ازادیو محروم دی او په وینا یې دا د نړۍ په معاصره تاریخ کې د ښځو پر وړاندې تر ټول بد او تبعضي چلند دی.

اسماعیل میاخیل په ډاګه کړې، چې د طالبانو له عمومي عفوې سره سره په هېواد کې شکنجه، بې محاکمې وژنې او د وېرې خپرول دوام لري، چې تر ډېره یې د ملي پوځ سرتېري، مدني فعالان او خبریالان قربانیان دي.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د بیان ازادي په بشپړه توګه فلج ده. ان که د عباس ستانکزي په څېر طالب چارواکي هم سالمه نیوکه وکړي ورکېږي او هغه طالب وزیران چې په ښکاره د هبت الله د ځینو تګلارو مخالف دي، د واک د لومړیو ورځو برعکس اوس په مناسبتي غونډو کې له وړاندې مشخصه اجنډا ورکول کېږي او خپلې خبرې یې سانسور کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی پر طالب مشرانو له پرلپسې نیوکو وروسته، هبت الله ته د وفاداره کسانو له لوري د نیول کېدو له وېرې دوبۍ ته تښتېدلی او لا هم همالته اوسېږي.

میاخېل له طالبانو سره د ځینو هېوادونو تعاملات د یادو هېوادونو د ګټو پر بنسټ ګڼلي، خو د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري د هبت الله او د هغه د قاضي القضات د نیولو حکم صادرېدل او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست پر سفر بندیز د دې ښکارندوی وباله چې د دوی نړۍوال مشروعیت او ادعا شوې حکومتولي په حقیقي توګه ننګول شوې ده.

د افغانستان د ملي راډيو ټلویزیون د پخواني مشر اسماعیل میاخېل په باور، «طالبانو له افغانستان نه طالبستان جوړ کړی او ټول تمرکز یې یوازې د خپلې استبداي ډلې پر بقا دی، خو د افغانستان او نړۍ تاریخ ښودلې، چې مستبد او ناولسواک نظامونه او ډلې ډېرې ژر پاشل شوې دي او دوام نه شي کولای.»

د یادونې وړ ده، چې اسماعیل میاخېل خپل موقف لا هم په خپله اېکس پاڼه کې «د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رييس» پرېښی دی.

نور خبرونه

رادیو