مقاومت جبهه وایي، تېره شپه یې په کندوز کې ۲طالبان وژلي‌ او دوه نور یې ټپیان کړي

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان ملي مقاومت جبهې خبر ورکړی، چې د دوی وسله‌والو د کندوز ښار څلورمې حوزې اړوند د طالبانو پر یوې امنېتي پوستې برید کې ۲طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي. دغه جبهه وايي، دغو وژل شویو طالبانو پر ځايي ملکي وګړو ظلمونه او زور زیاتی کاوه.

د یادې جبهې په وینا؛ تر دغه برید وروسته د دوی وسله‌وال په خوندي توګه له سیمې وتلي دي. طالبانو بیا تر اوسه د دغه ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو