طالبان وایي، دا مهال په افغانستان کې د ۲۹ لویو او ۱۷۵ وړو کانونو د کېندنې چارې روانې دي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، دا مهال د ۲۹ لویو او ۱۷۵ وړو کانونو د کېندنې چارې روانې دي چې په‌کې ۱۷۰ زره کسان په کار بوخت دي.

د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت نن شنبه ( د زمري ۲۵مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د سره زرو، کرومایت، سپينو زرو، مرمرو، سرب، جستو، چونې، ګچ، پرپنتین، تالک، د ډبرو سکرو، مالګې، رخام، یاقوت، مس، اوسپنې او د باریتو د لویو او وړو کانونو د کېندنې چارې روانې دي چې په‌کې په مستقیم او نامستقیمه توګه ۱۷۰ کسان په کار بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د اقتصادي چارو ځینو کارپوهانو له افغانستان انټرنشل – پښتو سره په خبرو کې نیوکه کړې وه، چې طالبان په نامعیاري توګه د کانونو کېندنه کوي.

دوی ویلي و، د نړۍوالو معیارونو او د کېندونکو کانونو د منرالونو لوړې بیې ته په نه پاملرنې طالبان هڅه کوي چې د لنډمهاله کمې ګټې لپاره اوږدمهاله ډېره ګټه قرباني کړي.

طالبان په داسې حال کې د کانونو د کېندنو په چارو کې د ۱۷۰زره کسانو د بوختیا خبره کوي، چې ورځ تر بلې په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه مخ پر زیاتېدو ده او خلکو په دوامداره توګه په دې اړه شکایتونه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو