طالبان: سږکال مو د لګښتونو د مخینوي له کبله د خپلې «بریا» مراسم په بګرام کې ونه نمانځل

۵۸ دقيقې مخکې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه اوازې «بې‌بنسټه» وبللې، چې ګواکې طالبانو د ټرمپ د وینا له کبله په بګرام هوايي اډه کې د خپلې ډلې د «بریا» مراسم ونه نمانځل. ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې له امریکايي وسلو سره د طالبانو پوځي ننداره نه شي زغملی.

ښاغلي مجاهد په دې اړه له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې سږکال هم په بګرام کې د پوځي پریډ او مراسمو د ترسره کولو طرحه وزیرانو شورا ته وړاندې شوې وه؛ خو دغه شورا د لګښتونو د مخنیوي لپاره ونه منله.

نوموړي ویلي، دا چې افغانستان په کم ساري ډول د کډوالو له راستنېدو سره مخامخ دی؛ نو هڅه کېږي چې په نورو ځایونو کې د لګښتونو مخنیوی وشي او پرځای یې د دوی لاسنیوي وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه هم تر دې وړاندې د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و، چې دا ځل (د زمري ۲۴مه) چې دوی یې «د ازادۍ ورځ» بولي؛ د نمانځلو لګښت د تېرو کلونو پرتله کم دی.

خیرالله خیرخواه ویلي و:« سږکال کېدای شي د دغې ورځې په نمانځلو کې د وزارتونو په کچه دومره مصارف ونه شي لکه پخوا چې کېدل. هغه په دې خاطر چې هغه وروڼه چې له نورو هېوادونو افغانستان ته راځي یانې ایران او پاکستان څخه راځي، د هغوی د لګښتونو او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره له مصارفو ډډه شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار، وار ویلي، چې له امریکايي وسلو سره د طالبانو پوځي ننداره نه شي زغملی. هغه ویلي، چې امریکايي وسلې په افغانستان کې پاتې شوې او طالبان یې په خپلو پوځي نندارو کې کاروي.

ولسشمر ټرمپ همدا راز ویلي، چې بګرام «د نړۍ تر ټولو پیاوړې هوایي اډه» ده او متحده ایالاتو باید دغه اډه له ځانه سره ساتلې وای.

نور خبرونه

رادیو