د افغانستان د بدن ښکلا شپږ ورزش کاران په خپل شخصي لګښت نړۍوالو لوبو کې ګډون کوي

پرون

تازه د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون ویلي، چې د دوی شپږ ورزشکاران په خپل شخصي لګښت د اسیا د بدن ښکلا ۵۷مې دورې سیالیو کې ګډون کوي.

دغه فدراسیون ویلي، چې ویس‌الدین نوري، یاسر، سمیر احسان، بیت‌الله، هارون سلطاني او میلاد میرزاده او ورسره یو روزونکی په دغه سیالیو کې په خپلي مالي لګښت ګډون کوي.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ د اسیا د بدن ښکلا ۵۷مې دورې سیالۍ د ټایلند په کوربه‌توب د روانې زمري میاشتې په ۲۷مې نېټې پیلېږي او د وږي تر ۳مې نېټې به دوام وکړي.

که څه هم د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ولې د دغه لوبغاړو مالي ملاتړ نه‌دی شوی؛ خو وړاندې یو شمېر افغان ورزشکارانو دوی ته د نه پاملرنې په اړه شکایتونه کړي دي.

د فدراسیون په اعلامیه کې راغلي، چې یاد لوبغاړي د وطني جذبې او احساس له مخې په خپل لګښت په دغه لوبو کې ګډون کوي.

ټاکل شوې، چې تر راتلونکو دوو ورځو د لوبغاړو یاده ډله د سیالۍ لپاره ټایلنډ ته سفر وکړي.

نور خبرونه

رادیو