د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته وویل، دا مهال داسې اړتیا نه ویني چې پر هغو هېوادونو چې له روسیې تېل اخلي؛ غچ اخیستونکې ګمرکي تعرفې ولګوي. هغه زیاته کړې، کېدای شي «په راتلونکو دوو یا درېیو اوونیو کې» پرې فکر وکړي.
ټرمپ فاکس نیوز ته وویل: «د ننني پرمختګ له امله زه فکر نه کوم، چې دا مهال به دې موضوع ته اړتیا وي. کېدای شي دوه یا درې اوونۍ وروسته اړ شم؛ خو دا مهال کومه اړتیا نه وینم. زما په اند دا یوه ډېره ښه ناسته وه.»
هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین جګړې پر ختمېدو او امریکا سره د اړیکو په ښه کېدو الاسکا کې تازه ناسته کړې ده.