د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وایي، د دوی ځواکونه هېڅ ډول لېوالتیا نهلري چې د ترهګرۍ په نامه بېګناه ولسي وګړي ووژني. هغه د بلوچستان ایالت د زدهکړیالانو له یوې ډلې سره د ناستې پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.
جنرال شریف زیاته کړې: «زموږ ذهنونو ته دا فکر ورکول کېږي، چې ګواکې د بلوچستان خلک او ځوانان د پاکستان پر وړاندې منفي احساسات لري؛ خو حقیقت دا دی، چې د بلوچستان خلک د پاکستان او خپل ایالت ترمنځ اړیکه ډېره ښه درک کوي.»
د نوموړي په خبره؛ د پاکستان د ازادۍ او ټیکاو لپاره هره ورځ پوځي افسران، سرتېري او ولسي وګړي د خپل ژوند په بیه هڅې کوي.