د «افغانستان عدالت ارشیف» د بشري حقونو د سرغړونو ثبتول پيل کړل

۶ ساعتونه مخکې

د افغانستان عدالت ارشیف ټولنې داسې یوه وېپ‌پاڼه جوړه کړې، چې د طالبانو د فرمانونو، شواهدو او د بشري حقونو سرغړونو اړوند راپورونه په کې ثبتېږي. دغه ټولنه له څېړونکو، کارپوهانو، طراحانو، ژباړونکو او د بشري حقونو له فعالانو جوړه ده.

په دغه الکټرونیکي ارشیف یا وېب‌پاڼه کې لیکل شوي، چې راټول شوي اسناد «د جنسیتي توپیر تګلارې، سیسټماتیکه ځپنې او د طالبانو د نظام نامشروع وضعیت» افشا کوي.

د دغې مدني ټولنې په وېب‌پاڼه کې راغلي: «موږ د یوه ژوندي ارشیف په جوړولو بوخت یو، داسې یو ارشيف چې یوازې د پېښو زېرمه نه؛ بلکې د ملاتړ، حساب‌ورکولو او حقیقت ویلو وسیله هم وي.»

دغه ارشیف د افغان فعالانو په نوښت او د نړۍوالو شریکانو په همکارۍ جوړېږي، چې زېرمه شويو موادو ته به یې هر څوک لاسرسی لري. د دغه فعالانو په وینا؛ دا به د معلوماتو لپاره خپلواکه سرچینه وي.

په دغه ارشیف کې د طالبانو حکومتي فرمانونه او اسناد، عملي کارونه، د بشري حقونو په اړه راپورونه، د هغو کسانو شاهدي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې یې ژوند کړی او د کارپوهانو تحلیلونه شامل دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د حساب‌ورکولو نشتوالی اوس هم یوه ستره ننګونه ده. تر دې وړاندې هم د بشري حقونو یوه سازمان مجازي موزیم جوړ کړی و.

د دغه ارشیف نوم «د افغانستان د خاطرو کور» و. په دغه ارشیف کې د افغانستان د جګړو د قربانیانو یاد او قرباني شویو خلکو د کورنیو او خپلوانو یادښتونه خوندي شوي وو.

نور خبرونه

رادیو