ټرمپ: بایډن اوکراین ته د شربت غوندې پیسې او پوځي مرسته ورکوله

۱۴ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته وویل، کېدای شي اوکراین له روسیې سره د سولې هوکړې په تړاو موافق نه شي. هغه وايي، دا ځکه چې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن دغه هېواد ته لکه د شربت غوندې پیسې او د مېلیاردونو ډالرو پوځي مرسته ورکوله.

ټرمپ فاکس نیوز ته وویل: «زه فکر کوم موږ د توافق لپاره سره ډېر نږدې یو. اوکراین هم ورسره موافق شوی؛ خو کېدای شي رد یې کړي، ځکه بایډن پیسې لکه خوږ شربت وېشلې دي. اروپا هم ډېره مرسته وکړه. موږ ۳۵۰ میلیارده ډالر ورکړل، اروپا لږ څه ورکړل؛ خو بیا هم لوی رقم و، شاوخوا ۱۰۰میلیارده ډالر.»

ټرمپ له پوتین سره تر ناستې وروسته فاکس نیوز ته په مرکه کې هیله څرګنده کړې، چې پوتین غواړي د اوکراین کړکېچ نور ختم شي.

نور خبرونه

رادیو