په فرانسه کې مېشتو افغان مېرمنو د طالبانو د بیا واکمنېدو څلورمکالپه مناسبت په پاریس کې لاریون وکړ.
د لاریون ګډونوالو د طالبانو له لوري پر ښځو د لګېدلو دوامدارو محدودیتونو او د اساسي حقونو د سلبېدو په وړاندې غږ پورته کړ.
مېرمنو په خپلو شعارونو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو د تعلیم، کار او ازاد ژوند د حقونو په برخه کې بېپروا پاتې نه شي او پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د لاریون ګډونوالو ټینګار وکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې د عامه ژوند له ټولو برخو څنډې ته شوې او د بشري حقونو سرغړونې ورځ تر بلې ډېرېږي.