د لوېدیځ یو ډېپلومات وايي حقاني د عملګرا طالبانو دریځ کمزوری کړی

۱ ساعت مخکې

د لوېدیځ یو لوړپوړی ډېپلومات ویلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني غلطو محاسبو د (عملګرا طالبانو) دریځ کزوری کړی دی. د هغه په وینا حقاني تمه لرله چې د طالبانو له مشر څخه په لرې کېدو سره به نړیواله ټولنه له هغه سره مرسته وکړي.

هغه زیاتوي چې هېڅ هېواد د هغې ډلې ملاتړ نه کوي، چې له القاعده سره اړیکې لري.

دغه لوړپوړی ډېپلومات چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل:« زه فکر کوم سراج الدین حقاني په دې هېڅ نه پوهېږي، خو هغه یو ستر زیان لیدلی دی.»

د یاد ډېپلومات په اند د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاه څخه د دوو میاشتو لپاره په فاصله نیولو سره «ستره تېروتنه» وکړه.

د نوموړي په خبره د طالبانو مشر په دې موده کې د حقاني په اړه هېڅ پوښتنه ونه کړه او کله چې حقاني اړ شو بېر ته یې هبت‌الله ته مراجعه وکړه، خو د خپلې واکمنۍ یوه لویه برخه یې له لاسه ورکړې وه.

دغه ډېپلومات چې تر ډېره د افغانستان پر چارو تمرکز لري زیاته کړه، د حقاني ملګرو هغه ته ویلي وو، چې له هبت‌الله څخه باید نه وای لرې شوی او کله چې یې د لرې کېدو پرېکړه کړې وه، نو باید پر خپل پرېکړه ټینګ درېدلی وای.

نوموړی وايي، د حقاني نږدې کسان هم په دې باور لري، چې د هبت الله څخه په لرې کېدو سره، حقاني یوازې خپل سیاسي دریځ زیانمن کړی دی.

دغه لوېدیځ ډېپلومات زیاته کړې، چې د حقاني د انزوا پرمهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر چې د هبت‌الله نږدې کس دی، د وزارت ټول واکونه ترلاسه کړل او لا پیاوړی شو.

یاد ډېپلومات ټینګار کړی، چې سراج الدین حقاني باید خپلې اړیکې له القاعده او د پاکستاني طالبانو سره پرېکړي.

هغه دا هم وویل چې د معلوماتو له مخې، په وروستیو کې په پنجشیر او بغلان کې د القاعده حضور زیات شوی دی.

نور خبرونه

رادیو