جرمنی: طالبان نړیوالې ټولنې ته یوازې د نړیوالو مکلفیتونو په منلو ستنېدای شي

۲ ساعتونه مخکې

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د طالبانو د واک څلورم کال په تړاو ویلي، نړیوالې ټولنې ته د بېرته راستنېدو یوازینی امکان هغه وخت شونی دی، چې طالبان په رښتیا نړیوال مکلفیتونه، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نارینه وو بشري حقونه، په پام کې ونیسي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وادیفول د جمعې په ورځ، د زمري پر ۲۴مه وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو جدي سرغړونې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.

د وادیفول پیغام د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي ویبپاڼه خپور شوی.

وادیفول وايي، « له نن څخه څلور کاله وړاندې د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د خلکو ژوند په ډراماتیک ډول بدل شو. د ښځو او نجونو لپاره د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه یو جدي بدلون ټکی و، د داسې ژوند پیل چې ازادي او د زده‌کړې او کار هېڅ راتلونکې پکې نشته.»

وادیفول وویل، چې طالبانو د ښځو او لږکیو حقونه لا ډېر محدود کړي دي.

د نوموړي په وینا، افغانان د ژوند بنسټیزو توکو، او له نیمایي زیات خلک کافي خوړو، د څښاک پاکو اوبو، یا روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

وادیفول وايي، « ماشومان او امیندواره ښځې د خوړو له کمښت سره مخ دي. دوی بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې له همدې امله هڅه کوي له افغانستان سره بېړنۍ بشري مرسته وکړي، خو دا کار به د طالبانو له عملي واکمنۍ لرې او یوازې د ملګرو ملتونو په څېر د نړیوالو سازمانونو له لارې ترسره کیږي.

وادیفول وویل، د افغانستان د بحراني وضعیت په پام کې نیولو سره، برلین د اقتصاد او پرمختګ له فدرالي وزارت سره په ګډه پرېکړه وکړه، چې له افغانستان سره ۵،۸ میلیونه یورو نورې مرستې وکړي.

د جرمني دولت روښانه کړې، چې دغه مرستې به را ستنو شویو او په پولو کې ایسارو افغانانو ته بېلې شي.

وادیفول دغه راز په پاکستان کې د جرمني حکومت د بیا مېشتونې پروګرامونو لپاره د منتظرو افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وايي، چې د پاکستان له حکومت سره په لوړه کچه اړیکې لري، څو د دغو خلکو خوندیتوب ډاډمن شي او شړل شوي او له شړل کېدو سره مخ افغانان د ملاتړ چتر ومومي.

نور خبرونه

رادیو