د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي چې وروستي جمهوري دولت افغان ولس بېداره کړی او طالبان نه شي کولی چې خپل شخصي نظریات د دین په نوم په خلکو ومني ځکه خلک د طالبې حاکمیت او اسلام تر منځ توپیر کولی شي.
میاخېل ټینګار وکړ چې جمهوري نظام د چا شخصي ملکیت نه و، بلکې د ولس شتمني او ملکیت و.
هغه وویل: «د نظام جوړونه یوه قیمتي او اوږدمهاله پروسه ده او د نیمګړتیاو له امله ټول نظام نه ړنګیږي. هر څوک چې د خرابو نظامونو ړنګیدو ته خوشحالېږي، د خپل وطن او خلکو سره مینه نه لري.»
هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د بشري پانګې د وتلو او د هېواد د شاته تګ یادونه هم کړې او زیاته یې کړه: «که څه هم په خصوصي مجالسو کې طالبان اقرار کوي چې د جمهوریت په وخت کې ډېر څه شوي دي او دوی یې هیڅ تصور نه شو کولی، خو علني بیا وایي چې د جمهوریت نه دوی ته ډېرې ستونزې پاتې دي. په خپل میراث فکر نه کوي چې د دوی نه جمهوریت ته غیر د زړو شطرنجیو نور څه نه وو پاتې.»
هغه ټینګار وکړ چې د جمهوریت سقوط په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان لسګونه کاله شاته پاتې شوی او د هېواد د بیا پرمختګ په کم وخت کې شونی نه دی؛ خو په عین وخت کې یې د افغانانو د راتلونکې لپاره د همکارۍ، انحصار نه ختمولو او د یو بل د نفې کولو پر ځای د شریک کار کولو یادونه هم وکړه.
شاه محمود میاخېل د جمهوري دولت سقوط د افغانستان د تاریخ یوه توره ورځ بللې ده.