وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له امریکايي وسلو سره د طالبانو پوځي ننداره نه شي زغملی، طالبانو په بګرام کې د خپلې واکمنۍ د څلورم کال د نمانځنې په ترڅ کې له امریکايي وسلو سره پوځي ننداره ونه کړه.
د امریکا ولسمشر څو ځله نارضایتي څرګنده کړې چې امریکايي وسلې په افغانستان کې پاتې شوې او طالبان یې په خپلو پوځي نندارو کې کاروي.
ټرمپ وايي چې بګرام «د نړۍ قويترینه هوایي اډه» ده،او متحده ایالاتو باید دا اډه ساتلې وای. هغه ویلي چې دغه اډه د چین د اټومي تاسیساتو سره نږدې ده.
طالبانو د جمعې په ورځ (د اسد ۲۴) په بېلابېلو ښارونو کې د خپلې څلور کلنۍ واکمنۍ جشن ونمانځه. د طالبانو جنګیالیو په ځینو ښارونو کې د زړو بوشکو ننداره وکړه چې د ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې بمونو سمبول دی.
په تېرو درې کلونو کې طالبان په بګرام هوایي اډه او همدارنګه په بېلابېلو ښارونو کې د پخواني جمهوري دولت له پوځي وسایلو سره نظامي ننداره ترسره کوله.
سږکال بیا داسې ښکاري چې د ټرمپ د پرلهپسې خبرداریو له امله، طالبانو په بګرام کې له پوځي نندارې ډډه کړې ده.
د امریکا ولسمشر سږکال د سرطان په میاشت کې ویلي وو چې د جو بایدن ادارې امریکايي وسلې طالبانو ته پرېښي او طالبان هر کال له دې وسلو سره په «یو بدرنګ سړک» پوځي ننداره وړاندې کوي؛ خو هغه یې نه شي زغملی.
ډونالډ ټرمپ همدارنګه د امریکايي وسلو او د بګرام د ستراتیژیکې اډې د بیرته ترلاسه کولو په اړه بار - بار خبرداری ورکړی دی.
بل خوا د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت په تازه مرکه کې ویلي چې ټرمپ د دې ډلې د نظامي نندارو په اړه حسادت کوي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان به د بګرام کنترول هېڅ هېواد ته نه سپاري.