په خېبر پښتونخوا ایالت کې د تازه وسلهوالو بریدونو له امله لږ تر لږه ۶ پولیس وژل شوي او ۸ نور بیا ټپیان دي. دغه بریدونه د یاد ایالت په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.
د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د دېر په پنکوټ کې د پاکستاني ځواکونو د چټک غبرګون ځواک (QRF) پر یو موتر د وسلهوال برید له امله درې عسکر وژل شوي او ۶تنه نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي، چې په دغه برید کې وسلهوالو له یو اتومات ماین څخه کار اخیستی دی.
هممهاله د کزو دېر په میدان سیمه کې «ټيټيپي» وسلهوالو د تېرې شپې په اوږدو کې د پولیسو پر ۳ پوستو وسلهوال بریدونه کړي، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی. د پېښور په حسن خېلو سیمه کې بیا وسلهوالو د چهارشنبې ناوخته د پولیسو پر یوې پوستې د ۳ساعتونو لپاره دوامداره برید کړی و.
همدا راز خېبر پښتونخوا کې سرچینو ویلي، چې په کورمې ولسوالۍ کې د یو لړ استخباراتي عملیاتو پر مهال د پولیسو یو ځايي افسر قیصر حسین هم وژل شوی دی. دغه عملیات د عبید حسین مشهور په تهران توري پر ضد ترسره کېده. چارواکي وايي، توري د ۲۰۰۷م کال د فرقهيي شخړو وروسته سوریې ته تښتېدلی و او د تېر کال د نومبر میاشتې د بګن په پېښه کې یې مهم رول لاره.
په سوېلي وزیرستان کې بیا د پاکستان سرحدي ځواکونو پر یوې ګزمې د وسلهوالو په برید کې هم د دوی یو افسر وژل شوی دی. پښتونخوا کې ورځ تر بلې نا امنۍ مخ په ډېرېدو دي او هره ورځ د «ټيټيپي» وسلهوال له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اخته وي. باجوړ ولسوالۍ د دغو نا امنیو په لړ کې د سختو جګړو شاهده ده، چې هلته پاکستاني پوځیانو د «ټيټيپي» وسلهوالو د ځپلو په موخه عملیات هم پیل کړي دي.
اسلاماباد باور لري چې دغه نا امنۍ په افغانستان کې د طالبانو له لوري «ټيټيپي» ته د چمتو شویو پناه ځایونو له کبله دي او له هماغه ځایه دغه بریدونه پلانېږي. اسلاماباد په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د پاکستاني طالبانو د پناه ځایونو د ختمېدو اړوند دغه اقدامات وکړي؛ خو یادې ډلې نه یوازې دغه ادعاوې رد کړې دي، بلکې دغه غوښتنې او وړاندیزونه یې له پامه غورځولي دي.