د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

افغان فعالان؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په یو ظالمانه چاپيریال بدل شوی

۹ ساعتونه مخکې

په هسپانیه کې یو شمېر مدنې فعالانو، افغان کډوالو، ژورنالیستانو او مدنې ټولنو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په یوه ظالمنه چاپيریال بدل شوی دی.

دغه فعالان وايي، چې افغانان د ترهګرۍ، سانسور او جوړښتي ځپلو له امله له اساسي‌حقونو بې برخې دي.

د هسپانیې په مادرید ښار کې یو شمېر مدني فعالان، ژورنالیستان او افغان کډوال وايي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د جنسیتي ظلم له سختو بڼو سره مخ دي او په سیستماتیک ډول له زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو څخه محرومې دي.

دوی د هسپانیې له حکومت، اروپايي ټولنې او نړیوالو ادارو څخه غوښتنه کړې، چې د طالبانو د ظالمانه کړونو په وړاندې اغېزمن اقدام وکړي.

دوی په یوه نهه مادیز پرېکړه لیک کې غوښتې چې طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي، د جنسیتي توپير په وړاندې مبازره وشي او د رسنیو او خبریالانو په وړاندې رامنځ ته شوي بندیزونه او تهدیدونه لیري کړي.

په پرېکړه لیک کې د بشري حقونو په وړاندې د طالبانو جرمونه، جنسي او نژادي تبعیض او سرغړونې په تور د طالب مشرانو د مستند کېدو او محاکمه کېدو غوښتنه کړې.

په دې غونډه کې په اروپا کې د طالبانو کمپاین کوونکو ته خبردارۍ ورکړل شوی، چې د دې ډول فعالیتونو څخه لاس واخلي.

دوی ژمنه کړې، چې د خپلو هېوادوالو سره به مرستي کوي او مدني مقاومت، عدالت غوښتنې او د خلکو د بشري ستونزو د حل په برخه کې به هڅې کوي.

نور خبرونه

رادیو