د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

په کور دننه او بهر افغانان د اګست ۱۵مه توره ورځ بولي، خو ندا محمد ندیم یې «فتح» ګڼي

۱۵ ساعتونه مخکې

په داسې حال کې چې په کور دننه یو شمېر افغانان او په ځانګړې توګه بهر مېشتي کابو ټولو افغانان د اګست ۱۵مه یا د طالبانو د بیا واکمنېدو ورځ، یوه توره ورځ بولي خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مشر ندا محمد ندیم بیا وایي، هر افغان باید خپل ځان ته د «فتحې» مبارکي ووايي.

ندا محمد ندیم د جمعې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) د پروان پوهنتون په یوه فراغت غونډه کې وویل، «د افغانستان مسلمانانو په روان جهاد کې لویه قرباني ورکړې، دا فتح یوازې د طالب لپاره نه، دا یوازې د شیخ صیب لپاره نه، دا د هر افغان لپاره فتح ده، د هر افغان لپاره دا مبارکي پکار ده، هر افغان ویلی شي چې دا فتح دې ماته مبارک وي.»

د ندیم دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په کور دننه یو شمېر افغانانو دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ بللې او ځينو لا پر لارو او دېوالونو په لیکلي بڼه د اګست ۱۵مه د افغانستان لپاره توره ورځ بللې ده.

له دې سربېره کابو ټولو بهر مېشتو افغانانو او په ځانګړې توګه سیاستوالو د هر ممکنې لارې په استفادې دغه ورځ د افغانانو لپاره توره ورځ بللې او ورسره یې له نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان په مسایلو کې بې پروا پاتې نشي او د افغانانو د حقوقو د اعادې په برخه کې لاس په کار شي.

نور خبرونه

رادیو