د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د جمهوري نظام د رانسکورېدو د څلورم کال په تړاو د ملي مقاومت د عالي شورا په رهبرۍ غونډه کې وویل، په تېرو څلورو کلونو کې دا تمه چې ګواکې د بهرنیو په مرسته به په افغانستان کې بدلون راشي غلطه ثابته شوه.
احمد مسعود زیاته کړه، د افغانستان په تاریخ کې د دغه هېواد لپاره هره بهرنۍ نسخه له تباهۍ پرته بله ګټه نه درلوده، په وینا یې، «د بهرنیو مرسته د افغانستان د ازادۍ او په هېواد کې د بدلون لپاره له تاکتیکي حل لارې پرته اساسي حل لاره نه ده.»
مسعود، په دې انلاین غونډه کې یو ځل بیا د طالبانو پر ضد په مبارزې ټينګار وکړ.
هغه وویل، «دا تمه چې طالبانو کې او یا هم له بهره څه بدلون راشي متاسفانه تېرو څلور کلونو وښوده چې دغه تمه غلطه ده. موږ پرته له مبارزې بله لاره نه لرو.»
احمد مسعود زیاته کړه، د افغانستان خلکو ته نه ښايي چې د خپل برخلیک پر وړاندې بې پروا واوسي او په هېواد کې یې د ښه او ازاد ژوند لپاره مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت وباله.
نوموړي په افغانستان کې روان حالت د طالبانو د ظلم پایله وبلله او په وینا یې طالبانو پر افغانانو سربېره ان پر خپل ځان هم ظلم کوي. هغه زیاته کړه، «هغه څه چې اوس طالبان یې کوي، نه د خلکو اړتیاوې درک کوي او ان د خپلې راتلونکې په فکر کې هم نه دي.»
د احمد مسعود په وینا، دمګړۍ په افغانستان کې مشروع حکومت نشته او طالبانو په دې څلورو کلونو کې دا وښوده چې د افغانستان لپاره هېڅ ډول پلان نه لري او راتلونکې هم ورته مهمه نه ده.
نوموړي طالبان د دوی مخالفو جریانو له علماو سره بحث ته وبلل او په وینا یې که طالبان د دین او شریعت پر معیار برابر وو له هغوی سره یو ځاییږي او که پر معیار برابر نه وو د طالبانو علما باید له هبت الله خپل بیعت بېرته واخلي.
احمد مسعود زیاته کړه، «هغه څه چې طالب د دین په برخه کې ترسره کوي، د دین او شریعت خلاف دي. او زه هیله مند یم که هغوی واقعاً د دې ادعا لري چې د دین او شریعت استازي دي نو را دې شي د مخالفو جریانونو له علماو سره کیني که واقعاً د دین او شریعت مطابق وو، زه شخصاً حاضر یم له هغوی سره یو ځای شم. خو که هغوی مو قانع کړل او دا روښانه شوه چې د شریعت مطابق نه دي، نو لږ تر لږه خپل بیعت دې له هبت الله بېرته واخلي او را دې شي له سمې لارې سره یو ځای شي.»
مسعود همداراز د طالبانو پر مخالفو ډلو په نیوکې سره وویل، چې دغو مخالفو وسله والو په تېرو څلورو کلونو کې څه کړي دي.
هغه په ډاګه کړه چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د خپلو تېرو څلورو کلونو فعالیتونه وارزوي او ان په دې به هم بحث وشي، «چې ایا د احمد مسعود په نوم کس پر دې بریالی شوی چې د خلکو د منفعت په مسیر کې مخته ولاړ شي او که نه.»