طالبانو سږ کال د خپل بري څلورم کال د تېرو کلونو په پرتله کم رنګه ونمانځه.
په کابل کې د نظامي وسلو، پوځي موټرو او تجهیزاتو ننداره نه وه؛ خو یوازي خلک او ورزش کاران د دغه ډلې د بیرغ سره سړکونو ته راوتلي وه.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د کابل له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر ښاریانو د طالبانو د بري د څلورم کال د ښار د مراسمو انځورونه رالېږلي، چې دا ځل یې د طالب نظامیانو پر ځای عام خلک نمانځي.
طالبانو سږ کال په ټولو ولایتونو کې نظامي تجهیزات ښارونو ته را ونه ایستل او یوازي عامو خلک د طالبانو له بیرغونو سره را ووتل.
په کابل کې یو شمېر ورزش کاران هم د دغه ورځې د نمانځلو لپاره سړکونو ته راواتلي وه.
دا په داسي حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څو میاشتو راهیسې دا خبره تکراروي چې «له طالبانو د امریکا پوځي تجهیزت باید بېرته ترلاسه شي» او راتلونکې مرستې دې له همدې شرط سره وتړل شي.
هغه دا څرګندونې د ۲۰۲۵ د جنورۍ پر ۲۰مه په واشنګټن کې د یوې وینا پر مهال هم بیا وکړې.
د طالب ډلې د واکنېدو د څلورم کال په مناسبت د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د «اسلامي واکمنۍ د نعمت» د قدردانۍ غږ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې «ناشکري» به د سخت الهي عذاب سبب شي.
هغه همداراز امر کړی چې له وزیرانو او چارواکو دې د «سرپرست» ټکی لېرې شي، څو د ادارې «دایمي» بڼه وښوول شي.