د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

رواداري: طالبانو د اساسي قانون په لغوه کولو سره «عدالت غوښتنه» ګرانه کړې ده

۱۰ ساعتونه مخکې

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ وایي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو د زده‌کړو او کار په برخه کې د بندیزونو په لګولو، له پخوانیو پوځیانو غچ اخيستلو، د افغانستان اساسي قانون او نړۍوالو تړونونو ځنډولو سره نړۍوال بشري قوانین نقض کړي دي.

دغه بنسټ د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د غندنې په اړه ویلي، چې طالبانو په دې موده کې د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ بشري او ﻫﻐﻪ ﺣﻘﻮﻧﻪ چې په نړۍوالو الزامي اسنادو کې ثبت او نړۍوالو تړونونو کې یاد شوي؛ په منظم ډول نقض کړي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې د طالبانو له‌خوا عمومي عفوه د خلکو تېر اېستل دي؛ ځکه هغوی هره ورځ په منظم ډول د مخکيني دوﻟﺖ له کارکوونکو، د ﻫﻐﻮی د کورنیو له غړو، د بشري ﺣﻘﻮﻧﻮ فعالانو، د ښځینه فعالانو او خبریالانو غچ اخلي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې خپلسرې نیونې، سپک چلند، زنداني کېدل، شکنجه کېدل، تري تم کېدل او له محاکمې پرته وژل له هیچا پټ نه‌دي.

د اعلامیې له مخې؛ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ اﺳــﺎسي ﻗﺎﻧﻮن ﻟﻐﻮه کړی، نړۍوالو قوانین یې ځنډولي، عملا یې د افغانستان د خلکو بشري حقونو ملاتړ کوونکي بنسټونه له منځه وړي او په دې ډول یې عدالت غوښتنه ګرانه کړې ده.

دغه بنسټ د نړۍوالې جزايي محکمې (ICC) له‌خوا د طالبانو د مشر ملاهبت الله او د دغې ډلې قاضي القضات د نیولو حکم هم ستایلی دی.

نور خبرونه

رادیو