د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د مذاکراتو تر پای وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړه،چې دواړو لوریو «رغنده او ژورې» خبرې کړې دي.
د هغه په وینا، د خبرو اترو اصلي تمرکز د اوکراین پر جګړه، د سولې پر امکان او د امریکا ـ روسیې د اړیکو د عادي کېدو پر لارو چارو وې.
پوتین هیله څرګنده کړه،چې متقابل تفاهم به د اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي او ټینګار یې وکړ چې کیفاو اروپايي هېوادونه باید د سولې د خبرو د زیانمنولو هڅه ونه کړي.
هغه یادونه وکړه چې مسکو او واشنګټن به تل په یاد ولري چې دواړو هېوادونو په تېرو کې د ګډو دښمنانو پر وړاندې اوږه په اوږه جګړه کړې ده.
د روسیې ولسمشر همدارنګه وویل،چې تېره موده د امریکا او روسیې په اړیکو کې د زیاتې کړکېچنې او ستونزمنې فضا شاهده وه، خو اوس د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هیلې را پیدا شوې دي.