د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

انځوریز راپور: کندهار کې د طالبانو د واکمنۍ څلورم کال په مراسمو کې د پوځي نندارې نشتوالی

۱۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو واک ته رسېدلو څلورم کال په مناسبت سږ په کندهار کې د تېر په شان پوځي یا د درنو تجهیزاتو ننداره تر سره نه شوه.

د ورځې په اوږدو کې یوازې د رینجرو او شخصي موټرو واړه واړه کاروانونه، چې یو شمېر وسله‌ وال او ملکي کسان پکې سپاره وو، د ښار له اصلي سړکونو تېر شول.

د معلوماتو پر بنسټ، دا د تېرو څلورو کلونو له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې په کندهار کې رسمي پوځي ننداره نه ترسره کېږي.

په نورو ولایتونو کې هم «پوځي رژه» نه وه، خو رسمي مراسم په کابل کې دننه نیول شوي.

ځایي سرچینې وایي، ورته پوځي نندارې سږکال په کابل، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې هم ونه لېدل شوې.

د دې ترڅنګ د ورځې تر پایه په کندهار کې عامه غونډه ونه لیدل شوه.

د کندهار څخه بېلابېلو سرچینو د نن ورځي انځورونه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رالېږلي.

د کندهار ښار عمومي سړک عام وګړي او طالب پلوه د دغه ډلې له بیرغونو سره
کندهار ښار له ښاریانو سره د جمهوریت او طالبانو ګډ بیرغ
کندهار ښاریان او طالب جنګیالي
کندهار کې یو شمېر ښاریان د طالبانو واکمنۍ څلورم کال نمانځنې پر مهال د فلسطین له بیرغ سره
کندهار ښاریان د طالبانو دا ډول نمانځل غيري اصولي او ویرونکي ګڼي
کندهار: شهیدانو څلور لارې
د طالبانو د بري ورځ: د طالب نظامیانو پر ځای د عامو خلکو نمانځل
د طالبانو په نظامي موټرو کې ماشومان

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څو میاشتو راهیسې دا خبره تکراروي چې «له طالبانو د امریکا پوځي تجهیزت باید بېرته ترلاسه شي» او راتلونکې مرستې دې له همدې شرط سره وتړل شي.

هغه دا څرګندونې د ۲۰۲۵ د جنورۍ پر ۲۰مه په واشنګټن کې د یوې وینا پر مهال هم بیا وکړې.

په ورته مهال، د طالبانو یو شمېر غړیو د ټولنیزو شبکو پر پاڼو د ژېړو بوشکو انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې «ټرمپ دې راشي او خپلې وسلې دې یوسي».

د کلیزې په مناسبت د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د «اسلامي واکمنۍ د نعمت» د قدردانۍ غږ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې «ناشکري» به د سخت الهي عذاب سبب شي.

هغه همداراز امر کړی چې له وزیرانو او چارواکو دې د «سرپرست» ټکی لېرې شي، څو د ادارې «دایمي» بڼه وښوول شي.

نور خبرونه

رادیو