باجوړ د جګړو په لړ کې؛ لاهم د «ټي‌ټي‌پي» خلاف د پاکستاني پوځیانو عملیات روان دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۳

د خېبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې له ۴۸ ساعته ګرځ‌بندیز وروسته د چهارشنبې په ورځ دغه بندیز پای ته ورسېد او په ډېرو سیمو کې بېرته عادي ژوند پیل شوی؛ خو په یو شمېر سیمو کې لا هم عملیات روان دي او ملکي وګړي له خپلو کورونو وتلي دي.

د ډان ورځپانې د راپور له مخې؛ د خار، عنایت کلي، صدیق‌اباد، رګګان، پشت، حاجي لونګ، یوسف ‌اباد، ناوګۍ، لوی سم، عمري او قذافي ښارګوټو بازارونه او سوداګریز مرکزونه د چهارشنبې په سهار بېرته پرانیستل شوي دي. دغه پرېکړه د ولسوالۍ ځايي چارواکو له لوري تر ګرځ بندیز وروسته شوې ده.

د باجوړ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر پر خپله فېسبوک پاڼه یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «ولسونه باید خبر وي، چې د چهارشنبې په ورځ به یو شمېر لارې د تګ راتګ لپاره بېرته پرانېستل شي او خلک کولای شي خپل ورځنی عادي ژوند پیل کړي. د لارو پر غاړه پراته بازارونه او سوداګریز مرکزونه به هم د معمول په څېر فعالیت کوي.»

دغه خبرپاڼه وروسته له هغې خپره شوه، چې د خار او عنایت کلي ځايي کاروباریانو اعلان وکړ چې دوی به د چهارشنبې له ورځې پرته له دې چې کوم بندیز ته پام وکړي؛ خپل کاروبارونه بېرته پیل کړي، ځکه نور د «بې‌دلیله بندیزونو» زغم نه‌لري.

د ملکي وګړو د وژنې پر ضد ولسي غبرګونونه؛ د هاوان لګېدو له امله درې تنه وژل شوي

د سیمو پرانیستل د ټرانسپورټي خدمتونو، ښوونځیو فعالېدو او د اقتصادي چارو د بیا پیل لامل شول؛ خو د ماموندو د ۲۷ سیمو لپاره ګرځ‌بندیز (د اګست تر ۱۴مې) پورې غځول شوی، ځکه هلته د‌ پاکستاني پوځیانو عملیات به په درېیمه ورځ هم دوام ولري.

ډان ورځپاڼه لیکي، امنیتي ځواکونو د برید کوونکو چورلکو او درنو توپونو په مرسته د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي؛ خو د ترهګرو د مرګ‌ ژوبلې په اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو عمومي مشر جنرال ذولفقار حمید دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ بللي او ویلي یې دي، چې موخه یې «د سولې پر ضد یو شمېر خطرناکو ترهګریزو ګواښونو له منځه وړل» دي.

د چهارشنبې په ورځ دل وی ماموند اوسېدونکو د ایرب کلي کې د درېیو ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ. دغه کسان پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې مړه شوي او د جنازې تر لمانځه وروسته یې لاریون کوونکو مړي د باد سیاه سیمې ته ولېږدول.

لاریونوالو د یوې کورنۍ د یوې ښځې او دوه ماشومانو د وژل کېدو او د دوو نورو غړو د ټپي کېدو له امله ژور خپګان څرګند کړ او له حکومته‌ یې وغوښتل، چې پر ملکي وګړو بریدونه ژر تر ژره ودروي. د سولې جرګې یو شمېر ځايي غړو هم په خپلو ویناوو کې یاده پېښه په سختو ټکو وغندله.

دوی وویل، چارواکو ژمنه کړې وه چې عملیات به یوازې د هغو کسانو پر ضد وي چې د سیمې د سولې لپاره ګواښ جوړوي او ملکي وګړي به هدف نه‌ګرځي.

معترضو د ګرځ‌بندیز د پای ته رسېدو، د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوي او په سیمه کې د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو د بیا فعالېدو غوښتنه وکړه. هغوی خبرداری ورکړ، چې که دغه غوښتنې یې ونه‌منل شي؛ نو پراخ ولسي خوځښت به پیل کړي.

د باجور د سولې جرګې بېړنۍ ناسته او د سیاسي شخصیتونو غبرګون

له دې مظاهرې وړاندې د باجور د سولې جرګې غړو د خار د مطبوعاتي کلب په تالار کې غونډه وکړه او د هاوان برید له امله د درې تنو وژل کېدل‌ یې وغندل.

هم‌مهاله د عوامي نېشنل ګوند یو لوړ پوړي غړي هم ځان یاد کنفرانس ته رسولی او په ډاګه کړې یې ده، چې د ملکي وګړو وژل د چارواکو د ژمنو خلاف دي او د ځايي خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي. هغه ټینګار وکړ، چې ګوند‌ یې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو مخالف نه دی؛ خو پر ملکي وګړو دغه ډول بریدونه ورته هېڅکله د منلو وړ نه‌دي.

میاه افتخار د باجوړ او ټولې خېبرپښتونخوا په کچه د پوځي عملیاتو د ژر تر ژره درولو غوښتنه وکړه. هغه همداراز اعلان وکړ، چې د عوامي نېشنل ګوند له لوري (د اګست په ۲۳مه) په اسلام‌اباد کې د سولې لاریون ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې روان ناورین هم وغندل شي.

پاکستاني پوځیانو له تېرو څو ورځو راهیسې په باجوړ کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو خلاف خپل عملیات ګړندي کړي او دواړه لوري وخت ناوخت له یو بل سره په دغه ولسوالۍ کې نښتي هم وي. اسلام‌اباد که څه هم ادعا لري، چې د دغې سیمې په ګډون د خېبر پښتونخوا بېلابېلو ولسوالیو ته د ډیورنډ له کرښې د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالي ور اوړي او د افغان طالبانو تر سیوري لاندې د‌ پاکستان یاده مخالفه وسله‌والو ډله منظم پناه ځایونه لري؛ خو پر کابل واکمن بیا دغه ادعاوې نه مني.

نور خبرونه

رادیو