د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري د پاکستان د خپلواکۍ د مبارکۍ په ویلو سره له دغه هېواده وغوښتل، چې د افغانستان او پاکستان پر وړاندې د ګډو ګواښونو د مخنیوي لپاره د یادې جبهې ترڅنګ ودرېږي.
هغه د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د پاکستان ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دغه هېواد «د امپراتوریو وارث دی.»
نظري وویل، چې د افغانستان او پاکستان خلک کولی شي د یو بل په همکارۍ سره یوه غوره راتلونکې رامنځته کړي او په سیمه کې د ریښتینې ملګرتیا دوره پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په ځلونو طالبان تورن کړي چې د پاکستاني ملېشو په ملاتړ سره د دې هېواد امنیت ته ګواښ جوړوي. یاده دې وي، چې دغه هېواد لا تر اوسه د طالبانو له مخالفو ډلو سره همکاري نه ده کړې.
دغه راز نظري پر دې ټینګار کوي، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو لپاره باید یوه ګډه راتلونکې وي چې پر متقابل احترام، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ګډو تمدني هویتونو او ارزښتونو ولاړه وي. هغه زیاته کړه: «زموږ له نظره، پاکستان د لویو نیمهوچو امپراتوریو لکه د مغولو د امپراتورۍ بر حق وارث دی، چې موږ هم دا د خپل ګډ تاریخ یوه نه جلا کېدونکې برخه ګڼو.»
نوموړي د پاکستان هغې ادعا ته په اشارې سره چې ګواکې د پاکستان ضد ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي، ټینګار وکړ: «موږ باید په یووالي د هر هغه ګواښ پروړاندې ودرېږو چې ښایي زموږ د سولې او پرمختګ پروړاندې خنډ وګرځي.»
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر همدارنګه څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو یوه هېواد ته وده ورکول به د بل هېواد په پرمختګ کې مرسته وکړي او په همدې ډول، د یوه هېواد ناامني یا ناورین به په نه منونکي ډول بل هېواد اغېزمن کړي.
پاکستان هر کال د اګست په ۱۴مه د خپلواکۍ ورځ لمانځي. دغه هېواد په ۱۹۴۷ کال کې د برېتانیې له لوري د هندوستان د نیمهوچې د وېش له لارې خپلواکي ترلاسه کړه. دغه ورځ هر کال په رسمي مراسمو، پرېډونو او کلتوري پروګرامونو سره لمانځل کېږي.
له پاکستان سره د مقاومت جبهې اړیکې په تاریخ کې تل له کړاوونو ډکې وې. دې جبهې پاکستان په ځانګړې توګه د مقاومت د لومړني پړاو په جریان کې د طالبانو پر ملاتړ تورن کړی دی.
د دې جبهې مشران هم ادعا کوي، چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو په برخه کې پاکستان مهم رول درلود. له دې سره، د طالبانو او پاکستان د اړیکو ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته د مقاومت جبهې هڅه کړې، چې له پاکستان سره په خپلو اړیکو کې د بېباوري فضا پای ته ورسوي او د متقابل تعامل او همکارۍ لپاره نوې لار پرانیزي.
راپورونه ښيي، چې د مقاومت جبهې ځینې مشران له پاکستاني استازو سره د تاجکستان په دوشنبه او د سیمې نورو هېوادونو کې لیدنې-کتنې هم کړې دي.
د یادولو ده، چې د مقاومت جبهه هڅه کوي څو د سیمې د ځینو اغېزمنو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي.