په اسلاماباد کې د امریکا سفارت پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ویلې ده او ټينګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه تلپاتې ملګرتیا ته درناوی لري.
دغه سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «موږ یو ځای د همکارۍ داسې لارې هواروو، چې د دواړو ملتونو لپاره ګټورې وي.»
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په خپله رسمي پاڼه کې د پاکستان خلکو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ویلې ده.
په اعلامیه کې د دواړو هېوادو پر ملګرتیا، ګډو هڅو او ګټو ټينګار شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالتونو تېره ورځ له پاکستان سره په یوه ترهګرۍ ضد غونډه کې د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر وړاندې د مبارزې ژمنه تکرار کړې ده. په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وايي، چې په دې ناسته کې د امریکا د ترهګرۍ ضد ادارې سرپرست همغږوال ګریګوري لوګرفو او د چارو سرپرستې ناتالي بېکر ګډون کړی و.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه خبرې اترې د دواړو هېوادونو د ګډې ارادې د پیاوړتیا لپاره وې، څو د دې «نړۍوال ګواښ» پروړاندې مبارزه وشي.
سفارت ټینګار کړی، چې واشنګټن په ترهګرۍ ضد جګړه کې همکارۍ ته ژمن پاتې کېږي.
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پاکستان سره اړیکې پراخې کړې دي او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز مارشال عاصم منیر سره یې هم لیدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا او پاکستان همکاري خورا مهمه ده.