وېسټ انډیز کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې ماتې ورکړه

۱۳ ساعتونه مخکې

د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخي، وېسټ انډېز کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په درې یو ورځنیو سیالیو کې ماتې ورکړه او دغه لوبلړې یې په خپل نوم کړه.

په دې سیالیو کې لومړۍ لوبه پاکستان او دوه پرله پسې لوبې وېسټ انډیز کرېکټ لوبډلې ګټلي.

د پاکستان او ویسټ انډیز کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیاليو په وروستۍ لوبه کې ویسټ انډیز پاکستان ته د ۲۰۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دوه پر یو وګټل.

د دې ۵۰ اوریزه لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ کې پاکستان د پنځو ویکټو په توپير وټېسټ انډېز مات کړ او دویمه لوبه کې بیا وېسټ انډيز د پنځو ویکټو په توپير او درېیمه د ۲۰۲ منډو په توپير پاکستان کرېکټ لوبډله ماتې کړه.

دغه لوبلړې د وېسټ‌ انډېز په کوربتوب پيل او تر سره شوې.

نور خبرونه

رادیو