د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر د پاکستان د ۷۸مې کلیزې په مناسبت وویل، چې د افغانستان او پاکستان د خلکو اړیکې نه ماتېدونکې دي. محمد محقق وایي: «موږ د افغانستان خلک په دې سختو ورځو کې چې پاکستان له نړۍوالې ترهګرۍ سره مخامخ دی، ځان له خپلو پاکستاني دیني وروڼو سره همسنګر ګڼو.»
محقق د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې دواړه هېوادونه باید د روانې بشري جګړې پروړاندې له یو بل سره همکاري وکړي.
د نوموړي په خبره: «موږ د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۸مې کلیزې په مناسبت د دې هېواد حکومت او لوی ولس ته له زړه مبارکي وایو.»
هغه همدارنګه په خپلو څرګندونو کې د پاکستان د سولې، ثبات او ارامۍ لپاره دعا وکړه او هیله یې وښوده چې د افغانستان او پاکستان د خلکو ملګرتیا دې تل پاتې وي.
که څه هم د افغانستان خلک او سیاستوال د افغانستان په روانو ناخوالو کې پاکستان ګرم ګڼي، خو له دې ټولو سره-سره بیا د محقق په څېر د طالبانو مخالفې څېرې تل له پاکستان څخه په داسې حال کې ملاتړ کوي، چې دغه هېواد د طالبانو پر ملاتړ هم تورنوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د خپلواکۍ په مناسبت بیا د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري له پاکستانه غوښتي، چې د افغانستان او پاکستان پر وړاندې د ګډو ګواښونو د مخنیوي لپاره د یادې جبهې ترڅنګ ودرېږي.
پاکستان هر کال د اګست په ۱۴مه د خپلواکۍ ورځ لمانځي. دغه هېواد په ۱۹۴۷ کال کې د برېتانیې له لوري د هندوستان د نیمهوچې د وېش له لارې خپلواکي ترلاسه کړه. دغه ورځ هر کال په رسمي مراسمو، پرېډونو او کلتوري پروګرامونو سره لمانځل کېږي.