په سویل لویدیزه حوزه کې د یوناما د فتر کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو شپږ ورځې وړاندې د نجونو لپاره د کمپیوټر زده کړو هغه ټولګی تړلی، چې د یوناما په ملاتړ جوړ شوی و.
د یوناما سرچینو د چارشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۲مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د یوناما په ملاتړ د زابل په مرکز کلات ښار کې د نجونو لپاره د کمپیوټر زده کړو یو ټولګی پرانېستل شو او په دغه ټولګي کې هغو نجونو ته د کمپیوټر زده کړې ورکول کېدلي، چې مخکې یې له شپږم ټولګي پورته ټولګیو کې زده کړې کولې.
د یوناما سرچینو ویلي، چې د کمپیوټر زده کړو په دغه مرکز کې له شل څخه ډېرو نجونو زده کړې کولې او هغو نجونو هم پکې ګډون درلود، چې مخکې کلونو کې له ۱۲ ټولګيو فارغې شوې وې.
سرچینو ویلي، چې دغه ټولګی د زابل د سیمه ییزو طالبانو له خوا د اګسټ میاشتې پر ۶ مه نېټه د نامعلوم دلیل له امله تړل شوی او خبرداری ورکول شوی، چې دلته به نور نجونې د زده کړو لپاره نه ورځي.
پر همدغه مهال له زابل څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې وړاندې له دې هم د یونېسف او نورو سازمانونو په ملاتړ د سواد زده کړې ځانګړي کلیوالي ټولګي او کورسونه هم بند کړي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبان په دغه ولایت کې له ۱۶ کلونو پورته نجونو ته د هېڅ ډول زده کړو اجازه نه ورکوي.